ولسمشر د ازادۍ ورځ په هرات کې لمانځي

comments 0

0 Views

هندوکش: ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د ازادۍ څلي ته د ګلونو د ګيډۍ د کیښودلو څخه وروسته هرات ته روان شو.

ولسمشر په کابل کې د ګل کيښودو د مراسمو په لړ کې د غازي امان الله خان د لور شهزادګۍ هنديا لاسونه ښکل کړل.

په هرات کې به ولسمشر د آزادۍ د جشن ګډونوالو ته وينا هم وکړي.

ياد مراسم چې د ظفر په قول اردو کې نيول شوي دي د هرات درانه ولسونه به پکې ګډون وکړي.

د ننګرهار په څير په هرات کې هم سږ کال د ازادۍ د ورځې د لمانځنې په خاطر د هرات ولسونو کلکه تابیا کړې.

په هرات ښار کې امنيتي تدابیر هم ولسونو ته په زړه پورې دي.

امنیتي ادارې ډاډ ورکوي چې دوی به په دې ورځ ددې ولايت امنيت وساتي.

سپوږمۍ  پلوپلزۍ ـ هرات

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *