ولسمشر خوږیاڼو کې د داعش د له منځه وړلو امر کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ولسمشر محمد اشرف غني د خوږیاڼو له قومي مشرانو سره په لیدنه کې ملي دفاع وزارت ته امر کړی،ترڅو په ننګرهار کې د خوږیاڼو ولسوالۍ په ګډون ټولې سیمې د دښمن څخه پاکې کړي .
له ولسمشر سره په لیدنه کې د خوږیاڼیو شورا مرستیال محمد عمر شېرزاد، قومي مشر ملک حسن او د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل اجمل عمر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان فوق العاده ناسته کې یې د جمهور رئیس غني د معقول او څرګند دریځ قدرداني وکړه.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، قومي مشرانوله حکومت څخه د خپل بشپړ ملاتړ څرګندولو ترڅنګ د امنیت، پرمختیایي پروژو، پوهنې او نورو برخو کې شته ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې،همدا راز یې د میوند معرکې د اتلې ملالۍ د هدیرې د رغاولو تر څنګ په مسلکي توګه د کانونو د را اېستلو، د سړو خونو او کابل – جلال اباد سرک د جوړولو، د ټاکنو په ترسره کولو او په اساسي توګه د برېښنا د ستونزې د حل وړاندیزونه وکړل.
خبرپآڼه لیکي، د هېواد جمهور رئیس د امنیت د تامین په برخه کې د ولسونو رول مهم وباله او له یادو مشرانو څخه یې وغوښتل چې د تل په څېر د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودرېږي. هغه زیاته کړه، د نوي قراراد په اساس به د کابل – جلال اباد لویه لاره په اساسي توګه جوړه شي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply