ولسمشر: حکومت له لرې پرتو سیمو نه په شا کېږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني له سیاسي احزابو سره په لیدنه کې هغه طرحه رد کړې چې ګنې حکومت به له لرې پرتو سیمو په شا او ځينې سیمې به د امن تر نامه لاندې په رسمیت وپیژني.
په خبرپاڼه کې ولسمشر غني منلې چې حکومت د لوی اختر په ورځو کې په اوربند کار کوي.
ولسمشر غني ویلي، د سولې مالکیت افغانان لري، خو په ځینو برخو کې مشورو ته اړتیا ده.
ولسمشر غني سیاسي احزابو ته ډاډ ورکړی، چې په ملي او د اړتیا وړ مسایلو کې به له ټولو سره مشورې کوي.
ولسمشر غني ویلي، ټاکنې به د قانون مطابق ترسره شي او هیچ چا ته به د مداخلې اجازه ورنکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments