ولسمشر به ترکمنستان کې هوکړې لاسلیک کړي

comments 0

3 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني تیر ماښام په یوه رسمي سفر عشق اباد ته ورسید.

ټاکل شوې نن به ولسمشر غني د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي محمدوف سره وګوري.

ولسمشر غني به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ستراتېژیک ګډون تړون لاسلیک کړي او دغه راز به د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو په انستیتیوت کې وینا وکړي.

له اشرف غني سره په دغه سفر کې یو لوړپوړی دولتی پلاوی هم ملتیا کوي.

پر دې سربېره به د افغانستان او ترکمنستان د اړوندو مقاماتو ترمنځ د یو شمېر همکاریو هوکړه لیکونه او یادښتونه هم د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې لاسلیک شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments