ولسمشر بریتانیا ته رسیدلی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کرکټ لوبې لیدو او رسمي ناستو لپاره ولسمشر غني برتانیا ته رسېدلی.
ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ له يوه لوړپوري دولتي پلاوي سره لندن ته ورسېد.
اشرف غني به له برتانیوي چارواکو سره له کتنې سربېره په مانچستر ښار کې د افغانستان او انګلنډ ترمنځ د کرکټ لوبه هم ګوري چې ټاکل شوې سبا سې شنبه د مانچسټر په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې ترسره شي.
ولسمشر به یوه ناسته د برتانیا له لومړۍ وزیرې تیریزا می سره او بله هغه به د برتانیا د کابینې له هغو وزیرانو سره وي چې د افغانستان په چارو کې ښکېل دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments