ولسمشر: افغان ځواکونه د زمري زړه لري

comments 0

1797 Views

هندوکش – کابل: په تېرو دوه کالو کې په هلمند کې د دندې ترسره کول د زمري زړه، د وطنپالنې روحیه او صداقت غوښت چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې لري.
تیره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني په هلمند کې ۲۱۵ میوند قول اردو منسوبینو ته وویل، تاسې د دې وطن اتلان او صادق بچیان یاست چې په سختو شرایطو کې له خپلې خاورې ساتنه کوئ.
اشرف غني وایي، د جګړې د لومړۍ کرښې د اتلو سرتېرو امتیازاتو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.
هغه د ۲۱۵ میوند قول اردو منسوبینو ته په ټینګار سره وویل، جګړه په هیڅ صورت نه خصوصي کېږي، ځکه دا هیواد ستاسو په څېر اتل او زړور بچیان لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments