ولسمشر اعتراف وکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د اوبو نه مدیریت لویه فاجعه ده.
ولسمشر غني چې په ارګ کې یې د اقلیم بدلون نړیوالې اونۍ په مناسبت یې خبرې کولې وویل چې د اوبو ترڅنګ باید اوس د لمر او باد انرژیو څخه هم استفاده وشي.
ولسمشر ویلي چې ځنګلونه د هېواد ملي پاڼګه ده او ځوان نسل باید له طبیعت سره کار وکړي نه د طبیعت خلاف.
ولسمشر ویلي چې د اقلیم بدلون په تړاو دې لنډمهاله، منځمهال او اوږد مهاله لیدلوری باید ترتیب شي.
ولسمشر وایي، هڅه به وکړي چې د اوبو او برښنا نیمګړې پروژې ژر بشپړې شي او په دې برخه کې ننګونې له منځه لاړې شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments