ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۶ کال د کانکور آزموینې مخکښان وستایل

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسمشرې مانۍ ویانډ هندوکش خبري څانګې ته وویل: د کانکور آزموینې مخکښانو په مناسبت کوم محفل چې د اسد میاشت په یولسمه ارګ کې جوړه شوې وه، لومړې ولسمشر محمد اشرف غني د ځوانانو هلې ځلې او هڅې وستایل او ځوانانو نه مننې ترڅنګ مادي او معنوي مرستې هم هغوې سره وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني له دغو ځوانانو او ددوې محترم فامیلونو مننې ترڅنګ د کانکور شفافې پروسې او د لوړو زده کرو وزارت ښه فعالیت یې وستایه.
د ۱۳۹۶ کال د کانکور آزموینې مخکښانو له ولسمشر اشرف غني مننه وکړه او وعده یې ورکړه چې راتلونکي کې به وطن او وطنوالو ته په صادقانه دول خدمت کوو.
په پاې کې د کارنکور آزموینې مخکښانو له ولسمشره وغوښتل چې بورسیو کې شفافیت منځته کړي او وویل چې مونږ باورمند یو لکه کانکور آزموینې دغه پروسه هم انشاالله شفافه او بریالې به مخته لاړه شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply