ولسمشر اشرف غني د ښځینه بندیانو د سزا د بښنې او کمولو فرمان ورکړی دی.

comments 0

4 Views

هندوکش ــ کابل: د ښځینه بندیانو د سزا د کمولو او بښنې فرمان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د کمپاین په خاطر صادر شوی.
په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو کمپاین د نومبر له پنځه ویشتمې پيل او د ډسمبر تر لسمې یعنې همدې سه شنبې پورې دوام کوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر اشرف غني فرمان خپور کړی او لیکلي یې دي چې د درې ګونو محکمو له خوا تر درېو کلونو په زندان محکومې ښځې دې خوشې شي.
دا ښایي لومړی وار وي چې تر دریو کلونو په زندان د محکومو ښځو په اړه داسې فرمان صادریږي.
په دغه فرمان کې چې بشپړ جزییات یې پرون یکشنبه افغان حکومت خپاره کړي همداراز د هغو ښځینه بندیانو لپاره چې له دریو کلونو پورته ان تر دېرشو کلونو په بند محکومې وي په څو کټګوریو کې د بند د مودې د کمېدو سپارښتنه شوې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments