ولسمشر اشرف غني د روژې له 27مې تر کوچني اختر پنځمې طالبانو سره اوربند اعلان کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني چې نن پنجشنبې دغبرګولي په 17مې د ارګ پر فیسبوک پاڼې خبرې کولې له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه.
ولسمشر د خبرو پر مهال وویل ، د روژې له ۲۷مې نېټې د کوچني اختر تر پنځمې پورې پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات دروي، خو د داعش او نورو نړیوالو ترهګرو شبکو پرضد به عملیات دوام لري.
نوموړي وویل، “په همدې خاطر، د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او په عین وخت کې د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کېږي چې د اوربند پرمهال پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات متوفق کړي، خو د داعش، القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي شبکو پر ضد به عملیات ادامه ولري.”
نوموړي زیاته کړه، راتلونکې اونۍ به په یوه لویه غونډه کې د اوربند جزییات شریک شي.
د ولسمشر په وینا، د هېواد ټولو وسله والو او امنیتي ځواکونو ته امر کوي چې د خلکو د امنیت خوندي کولو، له وطن نه ددفاع او د دښمن د ځپلو لپاره د هر ډول برید لپاره قاطع او هر اړخیزه چمتووالی ولري:
نوموړی وايي، د اوربند لپاره دا پرېکړه د امنیتي ځواکونو د سرښندنو، هڅو او د عالمانو د بې سابقې فتوا زیږنده ده.
دی وايي، دا پرېکړه یې له قوي دریځه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دا لومړي ځل ده چې د حکومت له خوا وسله والو طالبانو سره د څو ورځو لپاره اوربند اعلانېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments