ولسمشر اشرف غني دولتي مامورینو ته د نوم لیکنې دستور ورکړ

comments 0

1773 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني والیانو ته دستور ورکړې چې ټاکنو کې ونډې اخیستو په موخه ټولو مامورینو ته د نوم لیکنې امر وکړي.
د ولسمشر په صادر شوي دستور کې غوښتل شوي چې ښځو ته د نوم لیکنې لپاره باید سهولت په پام کې ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وو چې د شوراګانو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لړې ډیره آهسته روانه ده د راې ورکوونکو نوم لیکنه کمه ده.
په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني د حج او اوقافو له وزارته هم وغوښټل چې د رای ورکونو لپاره په مساجدو کې خلک تشویق کړي.
دا په داسې حال کې ده امنیتي چارواکو هم خلکو ته ډاد ورکړ چې کولاې له تشویش پرته نوم لیکنې کې ونډه واخلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments