ولسمشرې ماڼې: لاریون باید د قانون او ولس د ګټو مطابق وي.

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ارګ وايي چې لاریون د خلکو حق دې خو باید سوله ییز وي او لاریون کوونکي باید هغو کسانو ته اجازه ور نکړي چې د دوی له حرکت څخه ناوړه ګټه اخلي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې: «دولت باور لري چې ددوی او د خلکو درد یو دی او په ټول قوت د ولس درد نه پوه دي او د ولس درد درک کوي».
ولسمشري ماڼي وایي: «زمونږ ښار څو ورځې مخکې د یوې خونړې پیښ شاهد و، چې ددغې پيښې غم شریکي یو ارامې فضا ته اړتیا لري او دښمن په کمین ناست دی چې زمونږ خلکو ته زیان ورسوي».
خپرپاڼه کې راغلي چې لاریون د هر هیوادوال حق دې او امنیتي ځواکونه مکلف دي چې صبر، زغم او په مسلکي توګه له لاریون کوونکو سره برخورد وکړي.
ارګ ويلي له هغو رسنيو چې ددغه ډول حرکتونو غږ په بې پلوۍ تر خلکو رسوي مننه کوي خو هغه رسنۍ چې په دې شرايطو کې بې ځايه د خلکو له احساساتو ګټه اخلي، د خپلې دې چارې مخنيوى دې وکړي.
دا په داسې حال کې دې چې چهارشنبه ورځ په کابل پلازمینه کې یوه چاودنه شوې وه چې له امله یې افغان وګړي مړه او تپیان شوي ول.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply