ولسمشرې ماڼۍ: د حبیب الله احمدزي ادعاوې بی اساسه او درواغ دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له ارګه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، په ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه د یوه پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي ادعاوې بې اساسه او دروغ دي او په دې تړاو به پلټنې وشي.
د خبرپاڼې له مخې، د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري تېره ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې په دې اړه به جدي څېړنې وشي.
ارګ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي په دې وروستیو کې په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د ښاغلي غني سلاکار فضلي د پارلماني ټاکنو یو شمېر ښځينه نوماندانې چې له ۶۰۰ څخه کمې رایې یې وړې وې، د نامشروع اړیکو له‌ مخې ولسي جرګې ته بریالۍ کړې دي.
خو د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري د پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي د ادعا په اړه وویل: «احمدزي د خپلو شخصي غوښتنو په خاطر دغه درواغ جوړ کړي دي او له دې لارې غواړي د خلکو ذهنیت خراب کړي».
نوموړي زیاته کړې چې دغه موضوع په جدي ډول څېړل کېږي او لویه څارنوالي به له حبیب الله احمدزي څخه د خپلې ادعا په اړه د اسنادو او شواهدو د وړاندې کولو غوښتنه وکړي.
که څه هم تر دې مخکې د افغان حکومت په یو شمېر نورو ادارو کې د اخلاقي فساد په اړه راپورونه ورکړل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې پر ارګ د اخلاقي فساد ادعا کېږي.
په ورته وخت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو په ارګ کې د ملي یووالي حکومت د څو اړخیز او جوړ شوي فساد اړوند، د جنرال حبیب‌الله احمدزي «ټکان ورکوونکې او زړورې» څرګندوې ستایلې او لیکلي یې دي: «دغو څرګندونو نه یوازې په هېواد کې زیاتره عمومي افکار اندېښمن کړي، بلکې اړتیا ده چې ولسمشر غني او شریکان یې د ولسي جرګې د ټاکنو د پراخې مهندسۍ، مالي او اخلاقي فساد په اړه ځواب ورکړي».
د پاکستان پوځ؛ د پښتونژغورنې غورځنګ پر لاریون ډزې کړې او تلفات یې اړولي
د پاکستان پوځ د پښتونژغورنې غورځنګ پر یوه لاریون ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې نن په شمالي وزیرستان کې د زرګونو کسانو په ګډون یو ستر لاریون راوتلی و او ټاکل شوې وه چې د پښتونژغورنې غورځنګ دوه پیاوړي مشران محسن داوړ او علي وزیر هم په دغه لاریون کې ګډون وکړي. ویل کېږي چې پاکستاني پوځ پر دغه لاریون ډزې کړې دي او ۴۵ کسان یې ټپیان کړي دي. ځینې راپورونه وايي چې محسن داوړ هم په دې پېښه ټپي شوی دی خو د پښتونژغورنې غورځنګ تر دې دمه پر دغه پېښه غبرګون نه دی ښودلی اونه یې هم رسنیو ته معلومات ورکړي دي. ویل کېږي چې پوځ د علي وزیر او ډاکټر ګل عالم په ګډون د پښتونژغورنې غورځنګ ګڼ مهم غړي نیولي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments