ولسمشرې ماڼۍ: د افغانستان ژغورنې ائتلاف ډیری غوښتنې شخصي دي نه ملي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان ژغوړنې ائتلاف غونډې په غبرګون تیره ورځ ناوخته د ولسمشرې مانۍ ویاند رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د یادې اعتراضیه غونډې ډیرې غوښتنې شخصي دي نه ملي.
شاه حسین مرتضوي رسنیو ته ویلي چې، په مزار شریف کې اعتراضیه غونډې کوم خاص پیغام نه‌درلود.
مرتضوي جوړ شوې ائتلاف بی منطق بللې او ویلي دي که چیرې شخصیتونه اوسنې وضعیت څخه ناراض وي نو د بدیل طرحې دې وړاندې کړي. خو له بده مرغه تر اوسه‌یې هېڅ د بدیل طرحه نه‌ده وړاندې کړې مهمه دا ده چې ډېری غوښتنې شخصي دي نه ملي.”
بلخ والي چې تیره ورځ د جنبش، وحدت او جمعیت ځینو غړو ته یې وینا کوله د حکومت پر ځینو چارو نیوکو ترڅنګ بې له قید اوشرطه یې وظیفې ته د دوستم راسټنیدو غوښتنه وکړه.
نوموړي دا هم زیاته کړه چې د افغانستان ژغوړنې ائتلاف د حکومت د کږې پښې د سمولو په هدف جوړ شوې دې.
دا په داسې حال کې ده چې د جوړ شوي ائتلاف په لومړیو ورځو کې ولسمشر محمد اشرف غني رسنیو سره په خبرو کې ویلي وه چې استاد عطا د افغانستان یو مطرح سیاست مدار دې او هیله مې داده چې مسوولانه چلند وکړي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply