ولسمشرې ماڼی: ولسمشر محمد اشرف غني ترکمنستان سره د همکاریو ۷ سندونه لاسلیک کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په یو ورځني رسمي سفر کې ولسمشر محمد اشرف غني ترکمنستان ولسمشر سره ۷ همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي.
ارګ په خپور شوې خبر پاڼه کې لیکي چې ترکمنستان سره په لاسلیک شوي اوه سندونو کې لاندې موضوعات شامل دي:
1. جوزجان او د ترکمنستان مخدوم قلي دولتي پوهنتونو تر منځ د علمي او ښوونیزو چارې.
2. د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارتونو.
3. د اوبو او انرژۍ وزارتونو ترمنځ.
4. د غالیو د صنعت.
5. د جاده یي بین المللي ټرانسپورټ.
6. د اورګاډي کرښې بین المللي عبور د ځای.
7. د اقینه- امام نظر تم ځایونو تر منځ د افغانستان-ترکمنستان د دولتي سرحد له لارې د اورګاډي کرښې.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ترکمنستان جمهور رئیس له جمهور رئیس غني څخه له دې امله مننه وکړه چې د ده په رسمي بلنه یې ترکمنستان ته سفر وکړ او همدارنګه یې دغه سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو د زیاتوالي لپاره ګټور وباله.
نوموړي وویل، ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو، انرژۍ او ترانزیت په برخو کې سندونه لاسلک کړي او په دې برخه کې مهمې پروژې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه، موږ به هم افغانستان ته او هم د افغانستان له لارې زیاته برېښنا صادره کړو.
ولسمشر غني د ترکمنستان له جمهور رئیس څخه د ده د تود هرکلي او مېلمه پالنې ترڅنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو له امله مننه وکړه او وې ویل، د ترکمنستان بې طرفه مثبت سیاست د سیمې او نړۍ لپاره یو مثال دی او د همدغه سیاست له امله افغانستان او ترکمنستان دوه ښه دوستان دي.
غني وویل، نړۍ هره ورځ د ترکمنستان د دغه مثبت سیاست شاهده ده.
هغه زیاته کړه، افغانستان او ترکمنستان د ګډو تاریخي ارزښتونو او میراث له مخې دوستانه اړیکې او مناسبات لري.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم افغانستان ترکمنستان سره په اقتصادي، صحې او نورو برخو کې د همکاریو سندونه لاسلیک کړي چې د ارزښت وړ بلل کیږي.
توریالې سحر

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *