ولسمشرې مانۍ : محمد اشرف غني راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دې

comments 0

0 Views

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، ولسمشر اشرف غني د جمهوري ریاست په را روانو انتخاباتو کې د ګډون په اړه هڅې پیل کړي دي.
دغه څرګندونې د هغه مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تیره ورځ یکشنبه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې کړي دي.
نوموړي وویل: “په قطعي ډول ولسمشر کاندید دی او هم د خپل انتخاباتي ټیم په اړه سلا او مشورې کوي او ان شاالله خبر به یې وروسته واورئ.”

له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر او د کورنيو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي اعلان کړی و چې غواړي په دغو انتخاباتو کې چې ټاکل شوې د راروان کال د حمل په ۳۱مه ترسره شي، ځانونه کاندید کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments