ولسمشرۍ ماڼې کې د بریښنا د لیږد دوه تړونونه لاسلیک شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشرۍ ماڼې نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې د ۷۵ میلونو دالرو په ارزښټ دوه تړونونه لاسلیک شول.
یاد تړونونه د برښنا شرکت او دوو خصوصي شرکتونو ترمنځ ولسمشرې ماڼۍ کې لاسلیک شول.
خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو پروژو کار به دوو کلونو کې بشپړ شي.
د دغو پروژو کار به د ۲۰۱۸ په جنورۍ کې پیلیږي او د دوو کلونو په موده کې به بشپړ شي.
د برېښنا شرکت مشر امان الله غالب دغې ناستې کې وویل، چې په دغو قراردادونو کې له شبرغان څخه تر پلخمري پورې د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د مزي لیږد او له شبرغان څخه تر اندخوی پورې د ۲۲۰ کیلوواټه برېښنا د لیږد شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو پروژه لګښت به آسیایې بانګ لخوا ورکول شي خو دا په داګه نه ده چې یادې پیسی افغان حکومت ته پور ورکول کیږي یا بلا عوض مرستې په توګه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *