ولسمشرۍ ماڼۍ: چین په سیمه کې د افغانستان ښه ملګری دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: چې کولای شي افغانستان کې د سولې په برخه کې مثبت ګاموته اوچت کړي.
پورته څرګندونې د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال کړي دي.
نوموړي د چینایانو وروستيو څرګندونو په غبرګون کې وویل: چې چین په سیمه کې د افغانستان ښه ملګری دی
نوموړي زیاته کړه چین د افغانستان او پاکستان د سولې او مذاکراتو په برخه کې مهم رول ادا کړي.
د نوموړي په وینا : د نړیوالو هېوادونو او بنسټونو له لوري د سولې او مذاکراتو لپاره د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د ملي ګټو پر زیان نه وي.
نوموړي پاکستان ته په اشاره وویل چې په افغانستان کې سوله په لومړي ګام کې د ګاونډیو په ګټه ده؛ ځکه دلته به پراختیا او اقتصادي وده رامنځ ته شي او د ګاونډیو هېوادونو تر منځ به د افغانستان له لارې سوداګري او ترانزیت پراخ شي.
یاده دې وي چې تیره اونۍ افغانستان ته د چین سفیر په یوه سفر کې بدخشان ته تللې وو چې افغانستان او چین ترمنځ ترانزیتي لارې چارې وڅاړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *