ولسمشرۍ ماڼۍ: ولسمشر غني قرغیزستان پلازمینه بیشکیک ته ولاړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له ارګه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو ناسته کې د ګډون په موخه د قرغیزستان پلازمېنې بېشکیک ته روان شو.
د خبرپاڼې پر بنسټ، جمهوررئیس غني به د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې د وینا ترڅنګ د دې ناستې په څنډه کې د یاد سازمان د غړو هیوادونو یو شمېر مشرانو او استازو سره هم وګوري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments