ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو پر وروستي اعلامیې غبرګون وښود

comments 0

13 Views

هندوکش – کابل: د طالبانو له لورې د ټاکنو د ګډوډولو تر ګواښ وروسته افغان حکومت وایي، افغان ځواکونه به هیچا ته د دې ملي پروسې د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.
له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د رایو له لارې د خپل زعیم ټاکل د ټولو افغانانو شرعي او قانوني حق دی او دې ملت په وار وار ثابته کړې ده چې د خپل حق تر لاسه کولو په برخه کې د هیچا له ګواښه نه وېرېږي.
سرچینې زیاته کړې، د طالبانو د ادعا برعکس چې اوس په قطر کې له امریکایي پلاوي سره په خبرو بوخت دي، د ټاکنو بودجه د افغانستان دولت خپله تامین کړې او د دې پروسې بشپړ مدیریت د افغانانو په لاس کې دی.
سرچینه کاږي، افغان ملي امنیتي ځواکونه د ټاکنو د امنیت خوندي کولو ته پوره چمتوالی لري او د ټاکنو له اړونده بنسټونو نه یې غوښتنه کړې چې پر خپل ټاکلي وخت ټاکنې ترسره کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments