ولسمشریزه ټاکنې په بایو متریک سیستم کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړه چې پارلماني ټاکنو څخه وروسته ولسمشریزه ټاکنو ته چمتووالی لري او ټاکنو کې به د سیاسي احزابو هغه وړاندیز ومني چې ټاکنې دې بایو متریک سیستم باندې وشي.
د ټاکنو کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد په یو خبري کنفرانس کې ډاډ وښود چې پارلماني ټاکنې له درغلیو پاکې وي او هیچا ته به د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.
د صیاد په خبره، کمېسیون د پارلماني ټاکنو لپاره پوره چمتووالی لري چې د نوم لیکنې پروسه یې بریالۍ ترسره شوې.
د ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزه ټاکنو لپاره د راتلونکي کال د حمل ۳۱مه نیټه اعلان کړې ده.
د ټاکنو کمېسیون رییس وایي، پارلماني ټاکنو پسې وروسته به سمدستي د رای ورکوونکو بایو متریک پیل شي، دا به له شفافو ټاکنو سره مرسته وکړي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments