ولسمشري ماڼې: جمهور رئیس غني پلازمېنه عشق اباد کې د ترکمنستان جمهور رئیس سره وکتل

comments 0

0 Views

هندوکش – عشق آباد: ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف سره وکتل.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف د هېواد جمهور رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال وویل:«خوښ یم چې یو ځل بیا په ترکمنستان کې تاسو وینم، مننه چې زما بلنه مو ومنله او تشریف مو راوړ».
خبرپاڼه زیاتوي قربانقلي بردي محمدوف وویل: « په پام کې ده چې نن په ګډه د اسیایي لوبو د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړو او دا لوی ورزشي مراسم چې زموږ او ستاسو ګډ جشن دی د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي».
خبرپاڼه کې د ترکمنستان جمهور رئیس له خولې لیکل شوي دي چې ، دا زموږ، ستاسو او سیمې لوی جشن دی. کله چې ما د اسیايي لوبو د پنځم دور کوربه توب ومانه، هغه مهال ۱۹ هېوادونه او ۱۷ ورزشي رشتې په پام کې وې چې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره زموږ د دوستۍ او ښو اړیکو له امله د ګډون کوونکو هېوادونو شمېر ۶۴ او د ورزشي رشتو شمېر۲۱ ته ورسېد.
د افغانستان جمهور ریس دغه کتنه او د ترکمنستان جمهور رئیس دغه لاسته راوړنه وستایله او وویل:«د یاد هېواد خلکو او د سیمې هېوادونو ته د سپورت، سیاست او اقتصاد د دې لوی لاسته راوړنی دې مبارک وي.
ولسمشر غني زیاته کړه، د سپورت او دوستۍ شعار داسې شعار دی چې ټوله سیمه او نړۍ ورباندې راټولېږي.
غني وویل،دا لوبې واقعاً په سیمه کې بېسارې دي. د سیمې او اسیا لپاره یوه لاسته راوړنه او ویاړ دی او یوازې د ترکمنستان د خلکو ارادې دغومره زیات لګښت کولی شوای، ځکه دا به د سیمې د راتلونکو لوبو او نړۍ لپاره دوامداره لاسته راوړنه وي.
محمد اشرف غني د ترکمنستان جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، زه له دې امله راغلم چې خپل ورور ته هیڅ وخت نا نشم ویلی، ځکه د افغانستان او ترکمنستان د مناسباتو په اړه ستاسو تصامیم تاریخي دي.
هغه زیاته کړه، د ترکمنستان بهرني سیاست کې په راتلونکو کلونو کې د اقتصادي لیدلورو په اړه ستاسو یادونې او همدارنګه له فرهنګي پلوه زموږ په اړیکو ستاسو ټینګار واقعاً د امیدوارۍموجب دی.
دا په داسې حال کې ده چې اتکل کیده نن ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته یوه رسمي سفار لار شی خو باوري سرچینې وایې چې له ترکمنستان وروسته به ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته سفر کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply