ولسمشري مانۍ: هېڅ بهرنی قدرت زموږ د برخلیک ټاکلو صلاحیت نه لري

comments 0

223 Views

هندوکش – کابل: د امریکا ولسمشر دونالد تړمپ څرګندونو په ځواب کې له ارګه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.
د خبرپاڼې له مخې، له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی.
موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهوررئیس ټرامپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د دې مسالې اړوند تحولات په دوامداره توګه د افغانستان ازادو خلکو سره شریک کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments