ولسمشرغنی: طالبان او مخالفین دې په دې پوه شي چی دولت کمزوری نه دی

comments 0

2590 Views

هندوکش ــ کابل: ولسمشر غني وایي، طالبان او نور مخالفین دې په دې پوه شي چې له یو بې واکه او ضعیف دولت او ولس سره مخ نه دي.
هغه چې نن یې په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپاړس ورځني کمپاین ته خبرې کولې وویل، تېر ته په په اشاره وویل افغانان هیڅکله د زور او تاوتریخوالي له لارې نه دي تسلیم شوي او له دې وروسته به هم تسلیم نه شي.
نوموړي زیاته کړې چې افغان ولس او دولت اوس پیاوړی شوی دی او د زور له لارې به هیڅکله تحمیل شوي مسائل پر ځان ونه مني.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د افغانستان دښمنان دې دا فکر له سره وباسي چې ګوندې، افغان دولت او ولس به د تاوتریخوالي له لارې دې ته مجبور کړې چې دوی ته په ننواتي ورشي.
ولسمشر غني یو ځل بیا پر سوله ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې سوله د دوی لومړیتوب دی خو داسې سوله نه غواړي چې له لارې یې د پردیو غوښتنې پر افغانانو تحمیل شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments