ولسمشرغني په يو ورځني سفر هند ته لاړ

comments 0

0 Views

چارواکي وايي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د چهار شنبې په يو ورځني رسمي سفر هندوستان ته تللی دې.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري رسنیو ته ويلي چې ولسمشر غني به د هندوستان له لومړي وزير نريندرا مودي سره ځانګړې ليدنه وکړي.
هغه زياته کړه چې دغه راز ولسمشر به په همدې ورځ د هند په حيدر اباد ښار کې د هند د بنسټ (انډيا فاونډيشن) له خوا جوړې شوې غونډې ته وينا وکوي .
د چخانسوري په وينا چې ولسمشر به ددې غونډې د ګډونوالو سوالونو ته ځوابونه هم ووايي او بېرته به هېواد ته راستون شي.
د نوموړي په وينا، په دغه سفر کې به يو شمېر چارواکي هم له ولسمشر سره ملتيا وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments