ولسمشرغني له ترزامي سره پر سولې خبرې کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني په لندن کې د برتانیې له لومړۍ وزیرې ترزامي سره وکتل او د افغانستان د سولې پروسې، ولسمشریزو ټاکنو او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پیاوړتیا یې بحث او خبرې وکړې. سرچینې زیاته کړې، ولسمشر غني افغانستان سره د برتانیې د دوامداره همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمه ییز ې اجماع د ایجاد په خاطر د برتانیې حکومت رول مهم او ارزښتناک دی. هغه زیاته کړه، ولسمشریزې ټاکنې به پر ټاکلي وخت په شفاف ډول ترسره شي. د بریتانیا لومړۍ وزیرې ترزامي ویلي، هېواد یې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې څخه پر ملاتړ سربېره د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د ایجاد هڅې او ملاتړ کوي. نوموړې زیاته کړه، د برتانیې حکومت په افغانستان کې د شفافو او سرتاسري ټاکنو ملاتړ کوي او دغه راز به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلې همکارۍ او ژمنو ته دوام ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments