ولسشمر غني د هلمند جګړه په خپله رهبري کوي

comments 0

14 Views

هندوکش ـ هلمند: د هلمند والي جنرال محمد ياسين وايي، ولسمشر غني په دې ولايت کې د جګړې پرمهال د مستقيمې رهبرۍ او دغه راز د اکمالاتو رسونې په اړه جدي ډاډ ورکړی دی.
نوموړي زياته کړې، چې په لښکرګاه کې تر پرونۍ جګړې وروسته يې له ولسمشر غني سره ټليفوني خبرې کړي او د جګړې په اړه يې د لازمو لارښوونو ترڅنګ ورته د فوق‌العاده همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.
محمد یاسین دا خبرې نن په خپله فېسبوک پاڼه کړې او زياته کړې يې ده، چې د هلمند جګړه د وسلوالو طالبانو په سخت زيان تمامه شوې ده.
ولسمشر غني دغه راز په جلا توګه ټولو امنیتي ارګانونو ته هم امر کړی چې د هلمند جګړه په جدي ډول وڅاري او د هر ډول اړین غبرګون او اقدام لپاره دې د تیار سئ په حال کې واوسي.
بل پلو د هلمند ولايتي چارواکي وايي، له پرون راهيسې د لښکرګاه په جګړه کې ۱۷۱تنه وسلوال طالبان وژل شوي او تر دې ډېر ټپيان شوي دي.
دوی دا هم ويلي، چې د يادې جګړې پرمهال افغان ځواکونو پر وسلوالو طالبانو هوايي ضربې هم کړي او همدا سبب شوي چې دې ډلې ته درانه تلفات واوړي.
د هلمند امنيتي چارواکو زياته کړې چې دا مهال ټولې سيمې د افغان ځواکونو په لاس کې دي او د وسلوالو طالبانو د تصفيې په موخه عمليات لا هم دوام لري.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments