وسلوال طالبان د ۳۹ سلنې ملکي تلفاتو عاملین دي/ نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

په افغانستان کې د ۱۹ کلنې جګړي په جریان کې د ملکي تلفاتو یو له اصلی عواملو څخه طالب وسله واله ډله ده چې ملکې خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده او په ډیری قضیو کې داسې نښې هم شتون لري چې طالبان د جګړي په ډګر کې له ملکي خلکو څخه د سپر په توګه کار اخیستي تر څو د افغان امنیتي ځواکونو عملیات له ګواښ سره مخامخ او حتی د جګړې پر مهال د خلکو کورونه د مرکزونو په توګه وکاروي، که څه هم طالبانو ملکي وګړو ته د ځانمرګي بریدونو، د سړک غاړې ماینونه او نښتو پر مهال هر کال د ښځو او ماشومانو په ګدون زرګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولي ده، د طالبانو بریدونه دا په ډاګه کوي چې دوي د جګړه پر مهال هیڅ ډول نړیوالو اصولو او قوانینو ته درناوې نلري او په دې برخه کې یې تل د نړیوالو غوښتنو ته منفی ځواب ورکړي دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې تر لاسلیک کیدو وروسته د امریکا سربیره د ناټو او د اسلامي همکاریو سازمان هم په دې ډلې غږ وکړ چې تاوتریخوالي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي، البته دا لومړي ځل ندي چې نړیوالې ټولني پر دوي د جګړي د ختم غږ کړي بلکې د ۱۹ کلنو په ترڅ کې تل هڅه کړي تر طالبان له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او د خبرو اترو میز ته کښیني، په ځانګړي توګه د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تواققنامې ورسته دا تمه کیده چې طالبان به له تاوتریخوالې، وحشت او دهشت څخه لاس واخلي تر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرواترو ته زمینه برابره شي.
خو له بده مرغه چې طالب وسلوالي ډلي نه یوازې تاوتریخوالی کم نکړ او د دغه تړون لاسلیک ته یې درناوې ونکړ، بلکې په دې وروستیو کې راپورنه دا ښیي چې دې ډلې په تیرو دریو میاشتو کې په خپلو ترهګریزو بریدونو او تاوتریخوالي کې زیاتوالې راوستي دی، چې په تیرو دریو میاشتو کې د دوي په بریدونو کې ۷۸۲ ملکي وګړي وژلي دي. په تیره میاشت کې د یوناما لخوا د ملکي تلفاتو په اړه وروستي راپور ښیې چې د ۵۳۳ ملکي وګړو د وژل کیدو سربیره ۱۵۰ تنه ماشومان هم د طالبانو د تاوتریخوالي په پایله کې وژل شوي دي، همدا رنګه په تیرو دریو میاشتو کې ۷۶۰ تنه ټپیان شوي دي، لکه څنګه چې دمخه راپور ورکړل شوی وو، طالبان ۳۹ سلنه د ملکي تلفاتو او داعش ډله ۱۳ سلنه د ملکي تلفاتو عاملین بلل شوي دي، او پاتې نور نامعلومو ډلو ته منسوب شوي، طالبانو ته منسوب د ملکي تلفاتو شمیر د ۲۰۱۹ کال د لومړۍ ربعی په پرتله د هدفي وژنو او صحرایی اعدامونو له وجې ۲۲ سلنه زیاتوالی ښیي، له دې مخکې د افغانستان ملي امنیت شورا اعلان کړی وو چې طالبان د ورځې په اوږدو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې ۱۵ ملکي وګړي وژلي، د ملي امنیت شورا دا هم ویلي چې د تړون له لاسلیک وروسته، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په امنیتي ځواکونو ۸۰۴ وژونکي بریدونه تر سره کړی دي، چې په دې ترڅ کې ۷۸۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده، د یاد ګزارش له خپریدو سره سم د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې ځانګړی استازی دیبرا لاینز د جګړي له ټولو ښکیلو خواوو څخه غوښتنه وکړه تر څو له جنګ څخه لاس واخلي او اوربند وکړي. هغه د ملګرو ملتونو لخوا دا یو ښه فرصت وباله تر څو د جګړې ښکیلي خواوو یې د جګړي د پای ته رسولو لپاره متحد شي او د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره اوربند اعلان کړي، خو حقیقت دا دی چې طالبان تل خپل تروریستي اهداف تعقیبوي او د نړیوالو او افغان ملت غوښتنو پر وړاندې بې تفاوته دي او همدا رنګه د جګړې په ډګر کې د ملکي وګړو ژوند ته هم هیڅ ډول پاملرنه نلري، خو دا یو حقیقت دی چې طالبان به هیڅ کله هم د جګړي ډګر ګټونکي نشي.

Share this page to Telegram

Comments