وسلوال به یا له سولې سره یو ځای کیږي او یا به هم وژل کیږي! / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

اسلام مونږ ته دا په ښکاره توګه په ډاګه کړی ده چې اسلام سولي او پخلایني ته ځانګړئ اهمیت ورکړئ او تل یې مسلمینو ته د وروولئ او میني سپارښتنه کړي او د هغو کسانو په حق کی کوم چې د سولي مخالفت کوی او د جګړي اور ته لمن وهي او د مسلمانانو د وژلو او ځورني سبب ګرځي ښکاره بیان وړاندی کړئ او د قرآنی آیتونو او نبوی احادیثو په رڼا کې هغه کسان چې داسلام خلاف په ناوړو اعمالو بوخت دی او د ژوندانه چاري ګرځولي، د جهنم مستحق بللي او اعمال یې د اسلامیت او انسانیت خلاف او د افغانستان د دښمنانو په ګټه دي. خو سره لدې هم ځیني ډلي د طالب او داعش تر نامه د پردیو په لارښوونه د دې هیواد بیګناه او مظلوم ولس په شهادت رسوي اوبیا د جهاد او اسلام نوم ورکوی. حال داچې د اسلام دین مسلمان وژنه ستره ګناه بللی او عاملینو ته یې دنیوی او اخروی جزا ټاکلي. هغه څه چې مشرانو د یو متل په توګه ویلی ( مه کوه په چا چی در به شی په تا ) ښکاره ده چې زموږ په زرګونو بیګناه هیواد وال د ځانمرګو او انفجاری بریدونو ښکار شول او عامل یې هم څرګند دی، هغه چې د پردیو استخباراتو په لمسون او هڅونه د افغان وژني په موخه ګمارل شوي. خو الحمد لله چې د مظلومو افغانانو د آه له برکته ورځ تربلی دغه ترهګری کړئ له ماتی سره مخ کیږي او خپل مشران له لاسه ورکوی لکه څنګه چې تیره ورځ مولوی عبدالرحیم مشهور په ملامنان په هلمند ولایت کې د طالبانو نومول شوی والی او د رهبري شورا یو کلیدی غړی چې پاکستانی استخباراتو د اطلاعاتو په ترڅ کې د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالی کې د یو هوایي برید په ترڅ کې له څوتنو نورو سره ووژل شو، ملامنان د تیرو (۱۷) کلونو په ترڅ کې د بهرنیو استخباراتي کړیو په لارښوونه او د هغوي د ناوړو اهدافو لپاره ګن شمیر مظلوم افغانان د تروریستی بریدونو په ترڅ کې شهیدان کړل، عامه ځایونه، جوماتونو، روغتیایی او تعلیمي مراکزو او… د بمونو او ځانمرګو بریدونه په واسطه له منځه یووړل، او بالاخره خپله هم د خپلو بادارانو د اطلاعاتو په ترڅ کې ووژل شوو.
دا څرګنده خبره ده تر هغه پورې چې د پردیو ګتي خوندي وي له دغه ډول پلورل شویو کسانو څخه به د خپل هیواد او خاورې په ګټه کار اخلي او د دوي په واسطه د دوي هیواد او وطن ویجاړوي، کله یې چې ګټي له خطر سره مخ شوی نو هغه ورځ به دوي په ډول نه یو ډول له منځه وړي.
نو دغو حقایقو او د پردیو دسایسو ته په کتو سره زمونږ غوښتنه له وسله والو طالبانو همدا ده چې نور دې د پردیو له ولکي نه ځانونه وژغوري، د خپل وطن له خرابیدو او ورور وژني دی لاس واخلي، ځکه چې مونږ ټول د یو بل وجود یوو او دغه ناوړه جګړه پر مونږ د نورو لخوا ټپل شوي جکړه ده، نو بهتره همدا ده چې د سولې لار تعقیب کړو په خپل ګران هیواد کې دا بدمرغه جګړه د تل لپاره بنده کړي، که چیري داسې ونکړي نو د خپلو پخوانیو مشران په برخلیک سره به مخ کیږي او په ټولنه کې به هم د ناستی ځای ونلري .

Share this page to Telegram

Comments