وسلوالو طالبانو کندهار کې يو پخوانی څارنوال وواژه

comments 0

3 Views

هندوکش ـ کندهار: وسلوالو طالبانو د شبیر احمد قیومي په نوم د کندهار یو مخکېنی څارنوال په ډزو سره وژلی دی.
د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، چې پر شبیر احمد قیومي باندې دوه موټرسایکل سپرو وسلوالو طالبانو د ښار په نهمه حوزه کې ماسپښين مهال برید کړی او هغه ‌یې وژلی دی.
قیومي څو کاله مخکې د کندهار د استېناف څارنوال، مدافع وکیل او یو ځل ولسي جرګې ته کاندید هم و.
د هغه د وژل کېدو مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments