هندوکش ـ پکتیا: د پکتیا ولایت په اریوب ځاځيو ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري، ځاي پر ځای شوي ماین، یو ماشوم شهید کړی او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
د امنیه قومندانۍ د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پرون له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۰بجې د اریوب ځاځيو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو ځای پر ځای شوي ماین پر ماشومانو چاودنه کړې، چې یو ماشوم یې شهید کړی او څلور یې ټپیان کړي دي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د پېښې ټول قربانیان د پولیسو له لوري روغتون ته انتقال شوي، چې د دوه ماشومانو روغتیائي حالت نازک ښودل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو په دې وروستو کې د ماینونو تکتیک غوره کړی چې دې پېښې ټول قربانیان هم ملکي وګړي دي.
طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عمران احمدزی
وسلوالو طالبانو ځاځي اریوب کې ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
