وسلوالو طالبانو پکتیا کې ملکي وګړي وژلي

comments 0

4 Views

هندوکش ـ پکتیا: د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د دغه ولايت ميرزکې ولسوالۍ اړوند په خليلانو کلي کې د ملکي وګړو پر کرونو بريد کړی او په دې ترڅ کې يې درې تنه ملکي وګړي وژلي دي.
د پکتيا سرپرست امنيه قومندان لطف‌الله کامران وايي، چې پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې او زياتوي چې په وژل شويو کسانو کې يو قومي مشر او د سيمې دوه تنه اوسېدونکي شامل دي.
د کامران په خبره، د بريد پرمهال امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او وسلوال طالبان يې له يادې سيمې په شا کړي دي.
«په وخت او زمان سره ملي امنيتي ځواکونه مرستې ته ورغلي وو او ولسونه يې د دوی له ظلم او وهشت څخه خلاص کړل«.
وسلوال طالبان داسې مهال د پکتيا په ميرزکې کې د ملکي وګړيو پر کورونو بريد کوي چې دې يادې سیمې خلک وسلوالو طالبانو عشر او زکات پیسې او د فعالیت اجازه نه ورکوي.
تر وړاندې د دغه ولايت احمدخېلو ولسوالۍ اړوند په شوات کلي کې هم د وسلوالو طالبانو او ملکي وګړو ترمنځ نښته شوې وه چې پکې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments