وسلوالو طالبانو په تخار ولایت کې ۱۰ تني ولسي وګړي ټپیان کړي دي

comments 0

14 Views

هندوکش ـ تخار: د تخار ولایت ځايي چارواکي وايي، چې تیره ورځ وسلوالوطالبانو د تخار او کندز ولایتونو په لویه کې دافغان ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه کړي دي،چې په پایله کې دطالبانو په ډزو کې ۱۰ تنه ولسي وګړي ټپیان کړي دي.
دسیمه ییز چارواکو له قوله، ټپي شوي ولسي وګړي دیاد ولایت سیمه ییز روغتون ته دښې درملنې لپاره انتقال شوي دي.
په عین حال کې دتخار ولایت اوسیدونکو له وسلوالو طالبانو غوښتنه کړې ده، چې د ولسي وګړو له وژنو لاس واخلئ او سولې ته غاړه کېږدئ.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments