وسلوالو طالبانو په بادغیس ولایت کې ۴ تنه قومي مشران وژلي دي

comments 0

6 Views

د بادغیس ولایت ځايي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره ورځ د غور ولایت په اب کمري ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۴ تنه قومي مشران او یو موټر چلوونکی له موټره ښکته کړي او وروسته یې وژلي دي.
چارواکي وايي، چې وسلوال طالبان هڅه کوي په لویو ښارونو کې بریدونه زیات او هغه قومي مشران او کدرونه ووژني، چې ملي ګټو ته ژمن او د نظام ملاتړي دي.
په ورته وخت کې د بادغیس ولایت ځايي اوسیدونکي وايي، چې طالبانو د سولې ملي پروسې سره یوځای په لویو ښارونو کې تاوتریخوالی زیات کړی او عملآ د سولې خلاف کړڼې ترسره کوي.
دوي همدا راز له په وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې د ولسونو غوښتنو او هیلو ته درناوی وکړئ او له تاوتریخوالي لاس واخلئ.
امیرحسين سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments