وسلوالو طالبانو فاریاب کې ۵ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

1 Views

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره شپه طالب وسلوالو د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کورونو باندې راکټي برید کړی، چې په پایله کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۲ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې طالبانو په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او غواړې په داسې کړنو سره په خلکو کې ویره خپره کړي.
په ورته مهال کې د یادې ولایت اوسیدونکو د طالبانو یاد عمل په سختو ټکو سره غندلی او له طالبانو یې غوښتي دي چې د ولسي وګړو او افغان وژنې څخه لاس په سر شئ او دسولې له ملي پروسې سره یوځای شئ.
د یاودنې وړ ده چې د پکتیا په اریوب ځاځيو ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري ځاي پر ځای شوي ماین یو ماشوم شهید کړی او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments