وسلوالو طالبانو د ننګرهار پوهتنون استاد ادم خان ملاتړ وواژه

comments 0

48 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د ننګرهار پوهنتون استاد ادم خان ملاتړ تيره ورځ سهار مهال له خوګیاڼیو ولسوالۍ دندې ته روان و چې په ډزو سره ووژل شو.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي، چې نوموړي کس د وسلوالو طالبانو لخوا شهید کړای شوی دی.
ننګرهار والي په دې پېښه خواشینی ښودلي، د هغه د کورنۍ له غړو سره‌ یې ټیلیفوني خبرې وکړې، خواخوږي یې ورسره وښوده او ډاډ یې ورکړ چې د عاملانو د نیولو لپاره به جدي هڅې کېږي.”
ادم خان ملاتړ له دوو کلونو د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد و.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د بادغیس ولایت پخوانی سناتور او قومي مشر، حاجی رنګین مشکوانی او ورسره پنځه نور کسان د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوي وو.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments