وسلوالو طالبانو د فاریاب ولایت شرین تګاب ولسوالۍ ۷ تنه پاڅونوال تښتولي دي

comments 0

5 Views

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب ولایت ځایي چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې ۷ تنه پاڅون کوونکي له ځان سره بېولي دي.
چارواکي وایي،چې وسلوالو طالبانو په یاده ولسوالۍ کې پاڅون کوونکو لومړی وهلي او ورسته یې له ځان سره بېولي دي.
دوی زیاتوي، چې په تښتول شوو کسانو کې د مسجد درې تنه ملا امامان هم شامل دي.
د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو هغه مهال د طالبانو پرضد لاریون وکړ،چې په دې ولسوالۍ کې طالب وسلوالو له خلکو څخه دعشر او ذکات په نوم له خلکو باج اخیستل پیل کړل.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments