وسله والو په ننګرهار کې یو دیني عالم ترور کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې نا پیژنده وسله والو په ننګرهار کې يو تن ديني عالم او ښونکی د سهار تر لمانځه وروسته کور ته پر لاره ترور شوی دی.
خبر له مخې،کوز کونړ ولسوالۍ کې یو ښوونکی چې د جومات خطیب هم وو،ناڅرګندو وسله والو په ډزو سره شهید کړی .
خبر زیاتوي د ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ په کله ټک سیمه کې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د توکل بابا لیسې یو تن ښوونکی مولوي صفي الله،چې د یادې سیمې خطیب هم وو،په داسې حال کې د ناڅرګنده وسله والو له لورې په ډزو سره په شهادت رسول شوی،چې د لمانځه تر ادا کولو وروسته کور ته روان وو.»
لومړني مالوماتو ښودلې،چې شاوخوا ۴۵ کلن مولوي صفي الله د بې غږه تفنګچې په وسیله سره په شهادت رسول شوی .
تر دې دمه ددې عالم د ترور مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو ورته هدفي وژنې طالبان او داعش ترهګر ترسره کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments