وسله والو مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي، وسله والو مخالفینو د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې وو اوس په ډله ییزو ځانمرګو بریدونو سره هڅه کوي چې خپله ماتې جبران کړي.
ملي دفاع وزارت وايي د داعش سربیره ټولې ترهګرۍ ډلې له افغان وسله وال پوځ سره دمخامخ جګړې توان نه لري .
پوځي جنرالانو دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاینې په موخه جوړه شوې وه .
په دغه غونډه کې د افغانستان د ځوانانو مدني ټولنې له لوري د پوځ جنرالان او افسران د ډالیو او ستاینلیکونو سره بیره پرګلونو هم ونازول شول .
سپوومۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *