وسله والو طالبانو د مخابراتي شرکتونو ۴۹ سایټونه ویجاړ کړي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: اترا یا د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره وايي، د دولت وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د مخابراتي کمپنیو ۴۹ سایټونه ویجاړ کړي چې له کبله یې دغو کمپنیو ته د ملیونونو ډالرو تاوان اوښتی دی.
د اترا ادارې تخنیکي سلاکار عطامحمد یاري وویل:
«۴۹ سایټونه د انتخاباتو نه وروسته او د هغو ورځو په شمول په مختلفو ولایتونو کې له منځه تللي، ۱۷ یې یوازې د افغان ټیلي کام سایټونه دي…»
ښاغلی یاري وايي چې د مخابراتي شبکو پر ستنو او سایټونو د دولت د وسله والو مخالفانو حملې له یوې خوا عام ولس له مخابراتي خدماتو بې برخې کوي او له بلې خوا د دغو شبکو د خدماتو بیه لوړوي.
د هرې پایې د ویجاړېدو له کبله مخابراتي شرکتونه له ۴۰ زره تر یو لک ډالرو پورې تاوان کوي.
دا لومړی ځل ندی چې وسله وال طالبان عام المنفعه بنسټونه په نښه کوي څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږ خپور شو چې پکې منل شوې وه چې د ټاکنو په ورځ یې د کندز اړونده سیمو کې د برښنا مزي پري کړي و.
طالبانو ویلي دا کار یې د دې لپاره کړی و چې د ټاکنو پروسه سبوتاژ کړي او خلکو ته ستونزې جوړې کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments