وزیری: روان کال د دولت مخالفې ډلې تر ۶۰۰۰ زیات غړي وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: رسنیو سره خبرو پر مهال د هیواد د ځانګړو ځواکونو د قول اردو قوماندان وویل، ځانګړو ځواکونو یوازې په تېرو لسو میاشتو کې ۱۴۷ ځانګړي او ۴۷۸ ملاتړي عملیات ترسره کړي دي.
د نوموړي په وینا، افغان ځانګړو ځواکونو په تېرو لسو میاشتو کې د وسله والو مخالفو ډلو منځه وړلو لپاره ۵۰۰ عملیات کړي چې په کې له۶۰۰۰ ډېر طالب او داعش وسله وال وژل شوي او لسګونه مرکزونه یې ویجاړ شوي دي.
بسم الله وزیری د هیواد د ځانګړو ځواکونو د قول اردو قوماندان وویل، ځانګړي ځواکونه په ۱۴ ولايتونو کې اډې لري او له همدې ولایتونو څخه په نورو سیمو کې خپلو عملیاتو ته ځانونه رسوي.
وزیري زیاته کړه، ځانګړو ځواکونو یوازې په تېرو لسو میاشتو کې ۱۴۷ ځانګړي او ۴۷۸ ملاتړي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ كې يې ۶۱۰۱ طالب او داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړې په ډاګه کړه چې وسله والو پر وړاندې د هیواد ځانګړي ځواکونو ډېر پېچلي عملیات پر مخ وړي او ټاکل شوې چې د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره او په ښو وسلو او پوځي وسایلو سمبال شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *