وزیرو کې پر طالبانو عملیات شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: افغان ځانګړو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ کې پنځه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
ننګرهار کې امنیتي مسوولین وایي، عملیات تیره ورځ ناوخته د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ وزیرو سیمه کې کړي دي.
سرچېنه وایي، عملیاتو کې د طالبانو دوه مرکزونه هم لمنځه تللي چې له دې مرکزونو به یې جګړه رهبري کوله.
وژل شوي او ټپیان ټول طالبان ښودل شوي او ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه نه ده شوې.
د یو بل خبر له مخې په سره رود ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې په جلال اباد ښار کې د وسله والو طالبانو د تروریستي پېښو طرحه او پلان کوونکی سباوون،چې مشهور په ساجد دی،ژوندی ونیول شو.
د ننګرهار په خوږیاڼو کې طالبان او داعش ډله دواړه وارخطا دي، ځکه اوس د دې ډلې پرضد عملیات سخت شوي چې زیات شمېر یې وژل شوي او نیول شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments