وزیرستانيو کډوالو خپلو سیمو ته د ستنېدلو لپاره لاریون وکړ

comments 0

16 Views

هندوکش ــ شمالي وزیرستان: د شمالي وزیرستان د میرامشا ماچس سیمو اوسېدونکو د احتجاجي مظاهرې له لارې له حکومته غوښتنه کړې چې خپلو کورونو ته دې یې ستانه کړي.
د ماچس مشرانو تېر ماښام په میرامشا کې د خبریالانو مرکز مخې ته د احتجاج پرمهال وویل چې په ژمي کې یې ژوند له زښتو ستونزو سره مخامخ دی.
ظریف خان وايي، که حکومت یې د ستنولو پرېکړه و نه کړه نو احتجاج ته دوام ورکوي.
د شمالي وزیرستان د انتظامیې یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط وویل، د میرامشا د ماچس او نورو سیمو اوسېدونکو د ستنولو په اړه پلان جوړوي او ښايي د مارچ له میاشت یې د ستنولو بهیر پیل کړي.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له وجې یې لاکونه کسان کډوال شول.
انتظامیه وايي، تر اوسه یې د سیمې شاوخوا ۹۰ سلنه خلک خپلو کلیو او کورونو ته لېږلي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments