ملي دفاع وزارت: ۵۳ ترهګر په بریدونو کې وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبرپآڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بیلابیلو ولایتونو کې ۵۳ ترهګر وژلي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۳۴ نور ترهګر ټپيان او ۶ یې نیول شوي دي. عملیات په غزني،لوګر، کندهار ارزګان، زابل، فراه، غور، بلخ ، جوزجان فاریاب، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي او زیات شمېر وسله وال د غزني په اندړو کې وژل شوي دي.
د عملیاتو پرمهال لوګر کې د ماین جوړولو درې فابریکې هم له منځه وړل شوي دي .
عملیاتو کې ۱۳ چاڼیز او ۲۱خاص کماندویي عملیات، د هوایي ځواکونو ۱۱۴ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او۱۴ هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply