وروستۍ پېښې د څه لپاره؟

comments 0

0 Views

د بېنظيرې طالبانو په پکتيا، غزني، کندهار او کابل کې یو ځل بیا افغانان په وينو کې ولمبول، په پکتيا کې يې جومات شهيد کړ، د قران کريم پاڼې یې په وينو سرې کړې، هغه تنکي ځوانان يې شهيدان کړل چې لا يې شونډې نه وې شنه شوې او همدغسې ناوړه چارې طالبانو د پنجاب په اشاره په څو نورو ولايتونو کې هم وکړې.
له هغه وروسته چې پاکستان د نړیوالو تر فشار لاندې راغی، لیوني پاکستاني پوځ د غچ اخیستلو په خاطر طالبان وننګول چې پر افغانستان بریدونه وکړي. پاکستان تر وروستي حده له طالبانو سره مرسته وکړه چې دغه بریدونه یې کامیاب شي او نړیوالو ته وښيي چې افغان حکومت نه شي کولای د خپل هېواد امنیت وساتي؛ نو لاس دې ترې ومینځي او له پاکستاني حکومت سره دې بېرته ګوتې خوږې کړي.
د کچلاغ، باجوړ، وزیرستان او پېښور څخه امر اخیستونکو طالبانو د پاکستان د خوشاله کولو په خاطر په افغانستان کې د خدای کورونه (جوماتونه) ونړول او بیا یې په ډېرې بې شرمۍ د دغو پېښو مسولیت هم ومانه.
د پاکستان دویم پوځ (طالبانو) یو ځل بیا ثابته کړه چې افغانستان ته مخلصه نه دي او څه چې پاکستان وغواړي هماغسې به کوي.
پاکستان د همدې طالب له لارې غواړي چې خپل افغان ګاونډي تر فشار لاندې وساتي، ډیورڼډ پرې محفوظه کړي، په نړیوالو فشار راوړي او خپلې ګټې خوندي کړي.
پاکستان چې د مجاهدینو په برکت د اټومي طاقت خاوند شو، اوس غواړي د طالبانو په مټ په یوه سیمه ایز ځواک بدل شي چې ګاونډیان یې سپوڼ هم ورته ونه کړي.
له شکه پرته په افغانستان کې ټولې وروستۍ پېښې طالبانو د پاکستان لپاره او د پاکستان په مرسته کړي. طالبانو ثابته کړې چې نه سوله کوي او نه په سوله باور لري؛ نو له داسې یوې ډلې سره چې په ښکاره له افغانانو سره دښمني کوي، په کار ده چې د دوی په ژبه خبرې وشي، ځکه په عامه اصطلاح له بې دینه سره بد مذهبه جوړېږي.
افغان حکومت باید پر وسله والو هر ډول فشارونه زیات کړي، په کابل کې د هغوی رسنیز او مالي ملاتړي او چنده ټولوونکي باید نور ټول کړي، له بندیانو سره دې هغسې چلند وکړي چې دوی یې له بې ګناه افغانانو سره کوي او د ذرې ـ ذرې حساب دې ترې واخیستل شي.
که چېرې بیا هم د طالبانو د وحشتونو په وړاندې زغم ښودل کېږي او وروڼه ګڼل کېږي؛ نو دا به په دې معنی وي چې د طالبانو جګړه مشروعیت لري او دوی به نور هم ځان پر حقه وګڼي. که افغان حکومت غواړي په دې جګړه ګټونکی شي، له طالب سره دې نور د زاریو سیاست ختم کړي او د تورې ځواب دې په توره ورکړي.
مطیع الله علیزې


لیکنې د لیکوالانو خپل نظر دی هندوکش يي هيڅ ډول مسوليت نه اخلي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *