وردګ کې یو ځانمرګی وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – وردک: د میدان وردګ ولایت سید اباد ولسوالۍ کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندې پولیسو وواژه.
کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه ځانمرګي غوښتل چې سید اباد ولسوالۍ ودانۍ ته له چاودیدونکو توکو سره ننوځي چې پولیسو له پېژندلو وروسته په نښه او له منځه یې یووړ.
کورنیو چارو وزارت لیکلي، ددغه ځانمرګي په وژلو یې د یو لوی مرګوني برید مخه نیولې ده.
دا چې دغه ځانمرګی د چا وو په اړه یې مالومات نشته خو میدان وردګو کې د حکومت پر ضد د جګړې لومړۍ کرښه کې طالبان دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments