وردګ کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوګش – وردک: کورنیو چارو وزارت وایي، میدان ورګ ولایت کې یې دیارلس طالبان وژلي دي.
کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې تېره شپه افغان ځواکونو د میدان وردګ په چک ولسوالۍ کې عملیات کړي چې شپږ نور طالبان یې نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې څه نه دي ویلي.
چک د میدان وردګ هغه ولسوالي ده چې طالبان پکې فعالیت کوي، خو د افغان ځواکونو تر څار لاندې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments