وحيد قاسمي

comments 0

0 Views

قاسمي يو نوموتی سندرغاړی دئ.
دی د فبروري په ۲۶مه نېټه کال ۱۳۳۹م لمریز چې د ۱۹۶۰م زېږدي سره سمون خوري د افغانستان پلازمېنه کابل کې د زوړ ښار په يوې سیمې چې خراباد نومېږي زېږېدلی . دی له نیکونو راپه دېخوا د سندرغاړي مخینه لري او په ختيځې سندارا کې يې ټوله کورنۍ مشهوره وه .

مخینه
وحید قاسمي د خرآباد د سیمې مسلکي محلي (کوڅه يي) سندرغاړو د کورنیو څخه يوې مشهورې کورنۍ قاسمي پورې تړاؤ لري . د ښاغلي وحید قاسمي پلرنی نیکه استاد محمد قاسم (1901م.زېږدي) يو د ختيځې سندارا نوموتی محلي سندرغاړی و چې وروسته په افغانستان کې د همدې هنر له کبله قاسمي کورنۍ مشهوره شوه او ده ته د ختيځې سندارا پوهه په هند کې پیاراخان په نوم مشهوره پخواني هندي سندرغاړي ورکړې وه . همدارنگه پلار يې يوسف قاسمي په افغانستان کې يو غزلبول و او ورپسې يې تره يعقوب قاسمي ډېر مشهوره غزلبول و چې په افغانستان کې يې خپل د پلار مسلک پر مخه کړي و. وحید قاسمي هم خپل د پلار مسلک ته په اماتور توگه دوام ورکړی او وروسته لدې چې د غزلبولې کورنۍ غړی و نو یې ډېرو مشهورو افغان هنرمندانو څخه د لوېديځې سندارا اساسات زده کړل چې دغو هنرمندانو کې يو ببرک وسا او سلیم سرمست شامل دي .

زده کړې
ښاغلي وحید قاسمي خپلې لومړنۍ زده کړې د سردار جانخان څخه پیل کړې بيا يې دوهمې پیلنۍ زده کړې تر دولسمه د نادريه په لېسې کې بشپړې کړي ، لومړی لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د پاړسي ادبياتو له پوهنځي څخه د لسانس تر کچې رسولي .

دندې
دندې يې د افغانستان راډيو ټلویزيون کې په ۱۹۷۰م زېږدي کالونو کې د اماتور گیتارست او کیبورډ آلې غږوونکي په توگه پیل شوي او وروسته يې سندرو ته پیل هم کړی. اوسمهال په افغانستان کې د طلوع په نوم شخصي ټلویزيون څخه د تفریحي خپرونو جوړوونکی او سمونگر دی .

Share this page to Telegram

Comments