وحشي دښمن، خدای ړانده کړي / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د کابل د دوشنبې ورځې برید نه لومړی برید دی او نه به وروستی برید وي، چې د افغانانو وحشي دښمن یې د جګړې بې طرفه اړخ باندې کوي، د افغانان دښمن له خدای بې زاره دی، له اسلام وتلي دي، له دین ، مذهب، کتاب او قران منکر دي، نه د انسانیت په نوم څه پيژني او نه د افغانیت، وحشي دښمن کار کوي چې څنګه کیدای شي د خدای مخلوق د ځمکې له مخې ورک کړي او د دوی د وحشت تنده پرې سړه شي.
افغانان په دې ښه پوهیږي چې له داسې نامرده او وحشي صفته دښمن سره اووښتي چې په جومات، جنازه، واده، عامه ځایونه، ښوونځي، روغتون باندې یې هم سرفه نه ده کړې او هر کله چې برابر شي بریدونه پرې کوي.
نو دا به زیاتی وي چې افغان حکومت او افغان ځواکونو باندې نیوکه وشي ګنې د برید په مخنیوي کې پاتې راغلی دی، زه دلته په دې لیکنه کې د دولت سپیناوی نه درکووم او نه د کوم اړخ طرف نیسم، یواځې د دې لپاره چې د هر برید تر شا څه موخه وي او څنګه بریدګر هدف ته رسیږي.
که د کابل امنیت ته وګورو، له امنیتي پلوه سم محاصره شوی دی، ګرین زون سیمه چې ورته وایي، سکینرې لګیدلي او د کې ناین په نوم د پلټنې نورې وسیلې هم شته چې موټر بم برید مخه نیولی شي او هیڅکله به موټر بم و نه توانیږي چې ګرین زون ساحې ته دننه شي.
ترهګر د ګرین زون ساحه کې ځکه ملکي وګړي په نښه کوي چې په دې سره د حکومت او افغان ځواکونو کمزوري په ډاګه کړي، کنه همدا ترهګر د ګرین زون په ساحه کې هم ملکي وګړي قرباني کوي او په بل ځای کې یې هم کولای شي، خو د دې لپاره چې حکومت ته د خلکو پام ور واوړي، دا ډول بریدونه پلانوي.
د ګرین زون ساحه کې یواځې په لویو موټرو بندیز دی او اجازه نه ورکول کیږي چې دې سیمې ته دننه شي، نور عام موټر اوخلک خو ازاد تګ راتګ کوي، ګرین زون ساحې ته په ورتګ یواځې موټر پلټل کیږي او عام خلک چې پلي وي، نه پلټل کیږي.
دا به هم سخته وي چې ګرین زون ساحې ته هر پلی کس وپلټل شي، پوښتنه ترې وشي چې چرته ځې او چا سره دې کار او څه کاره يې، نو ځانمرګي بریدګر اوس د ګرین زون ساحه کې پلي بریدونه کوي او د دې بریدونو مخنیوی کوم اسانه کار نه دی.
دا ځل برید داسې تنظیم شوی و چې لومړی بریدګر به چاودنه کوي، که یې څوک قرباني کړل او یا نه، خو دویم بریدګر به هغه مهال سیمې ته رسیږي چې کله خبریالان سیمې ته ورسیږي او د خبریالانو منځ کې به چاودنه کوي.
همداسې وشول، نږدې دیرش کسان یې شهیدان کړل او پنځوس نور يې ټپیان کړی چې د خبریالانو تر څنګ پکې ښځې او ماشومان هم شامل و، د دې برید تر شا ډيرې کیسې کیدای شي چې وروسته به په ډاګه شي، خو د دا ډول بریدونو لومړني مالومات همدا دي چې خلک د حکومت پروړاندې وپاریږي او د افغان ځواکونو لاسته راوړنې چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې یې لري، کمرنګه کړي.
نو افغانان دې په دې پوه شي، ترهګر یواځې د افغان حکومت دښمن نه دي، ترهګر د انسانیت دښمنان دي او هر ځای چې د انسانانو ډله وګوري، له منځه یې وړي او په دې سره غواړي خپله د وحشت تنده سړه کړي.
که افغانان همداسې د ترهګرۍ پرضد پاشلي نظرونه ولري، ترهګر به یې ډله ډله یو یو وژني او که د ترهګرۍ پرضد سره یو ځای شول ، بیا ترهګر نه توانیږي چې د اوږد مهال لپاره افغانان د خپلو حوسونو لپاره قرباني کړي.

Share this page to Telegram

Comments