وحدت: هر څوک د سولې استازی دی

comments 0

376 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا والي الیاس وحدت وايي، د سولې لپاره هر کس د دولت استازی دی او له طالبانو سره دې مستقیمآ خبرې وکړي.
په دې غونډه کې د پکتیکا والي له خلکو غوښتي چې هرې سیمې او کلي ته چې ځي د سولې پيغام دې یوسي او هر څوک دې ځان د سولې استازی جوړ کړي.
قومي مشرانو په خپلو خبرو کې له طالبانو غوښتي چې د حکومت د سولې وروستی وړاندیز ومني او نور له جګړې لاس واخلي.
قومي مشرانو ډاډ ښودلی چې دا جګړه د پردیو ګټو لپاره پيل شوې او کلونه قرباني ېې افغانانو ورکړه او ګټې یې بهرنیانو یوړې.
هغه غونډه چې د قومونو او قبایلو وزارت د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې د سولې لپاره رابللې وه، ویناوالو یې د سولې ترڅنګ د واڼه پر غونډه برید هم وغانده.
د غونډې ګډونوالو له نړیوالو وغوښتل چې واڼه کې د علي وزیر پر غونډه برید کې پاکستان مستقیمآ لاس لري چې نړیوال یې باید پوښتنه وکړي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments